د سندهـ پخواني وزيراعلي او د پيپلز پارټۍ مشر مراد علي شاه احسن اقبال ته په ځواب کې ويلي دي چې احسن اقبال د تهر کول پروژې تاريخ نه پېژني، دا منصوبه په ۱۹۹۱-۹۲ کال کې پيل شوې وه، بيا په ۱۹۸۸-۹۰ کې کار بشپړ شو. دا څنګه پیل شو؟
باغي ټي وی رپورټ
جيو نيوز سره په ځانګړې خبرو کې د سندهـ پخواني وزيراعلي وويل په کال 1995 کې د هانګ کانګ د سرمايه کارانو سره د 2 پاور پلانټونو لپاره يو تړون شوی ؤ خو د مسلم ليگ ن حکومت په دغه منصوبه نور کار ونکړ.
مراد علي شاه زياته کړه چې په کال 2008 کې پيپلز پارټۍ انرجي بورډ جوړ کړو، کله چې مسلم ليگ (ن) وفاق کې راغله نو په نه خوښۍ سره يې د تهر کول په اړه د پيپلز ګوند ملاتړ وکړ.
ده ووئيل که چرې د کريډټ سوال وي نو نواز شريف دې د بلاول د جلسې په شان تهر ته لاړ شي، که خلق پينځه فيصده هم راټولې شي نو مونږ به ورته د جلسې کريډټ ورکړو۔
ياده دې وي چې د مسلم ليګ (ن) مشر او پخواني وفاقي وزير احسن اقبال د پيپلز پارټۍ چيئرمېن په نښه کړي او وئيلي دي چې د ٿر د کوئلې منصوبه د کوم لپاره چې بلاول بهټو زرداري کريډټ اخستې هغه په کاغذونو کښې گردش کړې دې ولې په دريو دورو کښې هيڅ کوم خاص کار ونشو. دې ته په پام سره چې د مسلم لیګ (ن) د حکومت پر مهال د وزیراعظم نواز شریف په هدایت د سی پیک په پروژو کې تهر هم شامل کړی شو، نو دا خوب حقیقت شو.
هغه وويل ښه به وى که بلاول دتهر په منصوبه کې د نوازشريف د ملاتړ خبره هم کړې واى نو د سپکاوي د سياست نه دې ډډه وشي.