سېنېټ سعديه عباسي د پوځي عدالتونو په حق کې په سېنېټ کې د منظور شوي قرارداد په اړه پوښتنې راپورته کړې.

باغي ټي وی رپورټ
د سېنېټ غونډې ته په خپله وېنا كښې سعديه عباسي ووئيل ايوان كښې د قرارداد منظورۍ په مهال يوازې 12 غړي موجود وو په داسې حال كښې چې 92 غړي موجود نه وو۔
هغه وويل هغه څه چې په اجنډا کې شامل نۀ وؤ د قرارداد په شکل کې راوړل شوي وؤ.
سعديه عباسي وويل دپوځي عدالتونو په حق کې قرارداد دجمهوريت نفي ده او دا جمهوريت ته وينه تويه ده.
هغه زياته کړه چې په ايوان کې د قواعدو او ضوابطو نه بهر د ترسره شوي کار ملاتړ نه کوي، په هيڅ صورت کې پوځي عدالتونو ته اجازه نه ورکوي او نه يې ملاتړ کوي.
هغه وويل چې دکور څخه په داسې ډول کار اخستل د افسوس خبره ده چې څومره يې غندنه وشي کمه ده.