په کوټه کې له بلوچستان څخه په مسلم ليګ (ن) کې شامل شوي سياسي مشرانو ته د وينا په مهال د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف وويل چې پخواني ريکارډ ته په کتو سره مسلم ليګ (ن) د صوبې د خلکو خدمت څه کړي دي.
باغي ټي وی رپورټ
ده ووئيل چې كومه داسې منصوبه راته ووايه چې دلته تقدير بدل كړي، د مسلم ليګ ن وروسته حكومت د سي پېك منصوبې ته ډېر زيان رسولې، ګوادر كښې سټېټ آف دي آرټ ائيرپورټ جوړېږي۔
ده ووئيل چې الله دې په مونږ رحم وكړي چې مونږ د كوئټې او بلوچستان واپس راغلو، مونږ خوشحاله يو چې د كوئټې رونق بحال شو، مونږ به د بلوچستان د خلقو خدمت كوو چې مونږ ته موقع په لاس راغله۔
بل خوا د مسلم ليګ ن صدر شهباز شريف په خپله وينا کې وويل چې د ١٦ مياشتو حکومت په مهال يې تر ټولو زيات د بلوچستان دوره کړې او حتی په لنډ حکومت کې يې د بلوچستان د پرمختګ، تعليم او د ځوانانو د مهارتونو په پروژو کار کړی دی.
هغه وويل، له ايران او نېشنل ګريډ څخه يې ګوادر ته د برېښنا رسولو پروژې پيل کړې، د ګوادر بندر د پاکولو او ژورولو قرارداد يې ورکړى دى.
پخواني وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چي دا کار به په فروري 2024ء کښي مکمل شي، د ګوادر ايئرپورټ باندي کار ګړندئ کړے شوے دے کوم چي به د روان کال تر آخره پوري مکمل شي۔
ياده دې وي چې نوازشريف په کوټه کې د بلوچستان د لويو سياسي ګوندونو او مشرانو سره ليدلي چې پکې د بلوچستان عوامي ګوند، نېشنل ګوند، جمعيت پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ګډون کړی و.
د بلوچستان عوامي پارټۍ صدر خالد مګسي، د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني، جان جمالي، سردار صالح بوټاني او منظور کاکړ ګډون کړی وو چې پکې ډاکټر عبدالمالک بلوچ، جان بالادي، کبير محمد، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند نواب اياز جوګيزي، ډاکټر حامد اڅکزي او د بلوچستان عوامي پارټۍ مشر ډاکټر حامد اڅکزي ګډون کړی وو. په دې موقع لياقت اغا هم موجود ؤ۔