احتساب عدالت د پي ټي آئي صدر پرويز الهي د زوي مونس الهي د دائمي ګرفتارۍ وارنټ جاري کړي دي چې پکښې د حکومتي قراردادونو په ضد د رشوت خورۍ کيس کښې د پي ټي آئي صدر پرويز الهي د زوي مونس الهي د دائمي ګرفتاري حکم جاري کړے شوے دے۔

0
81

باغي ټي وی رپورټ

د لاهور احتساب عدالت په مقدمه کې ليکلي حکم جاري کړی او د مونس الهي د دايمي ګرفتارۍ وارنټ يې جاري کړی دی.

په ليکلي حکم کې راغلي چې مونس الهي ته د هغه د نه حاضرېدو له امله خبرداری ورکړل شوی او د هغه د نيولو دايمي وارنټ هم صادر شوی دی.

ياده دې وي چې د مونس الهي پلار او د پي ټي آئي صدر پروېز الهي له څو مياشتو راهسې د اداري فساد په مختلفو قضيو کې بندي دی.

Leave a reply