د لاهور سترې محکمې پر یوې ۱۱ میاشتنۍ نجلۍ د جنسي تېري په تور د اعدام سزا په عمري بند بدله کړې ده.
باغي ټي وی رپورټ
د لاهور هائي کورټ د جسټس عاليه نيلم په مشرۍ دوه کسيزه بينچ د مجرم په اپيل باندې ليکلي فيصله جاري کړه چې پکښې عدالت د درې لاکه روپو جريمې لګولو فيصله برقراره ساتلې ده.
عدالت ريمارکس کې وئيلي چې دا حقيقت دی چې ملزم د ماشومې ماشومې سره جنسي تيری کړی ، والدين په يو چا د دروغو تور لګولو سره د خپلې لور عزت او مستقبل په خطر کې نه شي اچولی .
محکمې په خپل ریمارکس کې دا هم ویلي چې څارنوالۍ که خپله قضیه له شک پرته ثابته کړي نو دا به ډیره سخته وي چې استیناف ته د مرګ سزا ورکړي.
محکمې په خپله پریکړه کې ویلي دي چې د منفي ډي این ای راپور او د جرم په وخت کې د مجرم د عمر په نظر کې نیولو سره سزا کمولی شي.مونږ باور لرو چې په دې مقدمه کې د کمولو شرایط موجود دي او د شک ګټه ورکول کیږي. په دې توګه د تورن د مرګ سزا په عمري بند محکومېږي.
ياده دې وي چې د مجرم محمد رفيق خلاف په ۲۰۱۹ کال کې د قصور په صدر سيمه کې مقدمه درج شوې وه.