د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري بلوچستان ته د پخواني وزيراعظم نوازشريف دوره د (ن) ليګ د کمزورۍ نتيجه بللې ده.

0
75

باغي ټي وی رپورټ

په مري کې خبري غونډې ته دوينا په مهال بلاول بهټو وويل (ن) ليگ په لاهور کې ستونزې لري نو هغوي ته په نورو صوبو توجه کولو مشوره ورکړل شوې ده او وئيلي يې دي چې په پنجاب تمرکز کول غوره دي.

ده ووئيل چې ميا صاحب د بلوچستان عوامي پارټۍ د سېنېټرانو ووټ اخيستو له وجې پيپلز پارټۍ ته ټكټې وركړې وې او وې ويل چې د پلار ووټونه ډېر خراب دي٬ زه هيله لرم چې هغه به په خپل موقف ولاړ وي۔

پيپلز پارټۍ چيئرمېن وويل چې (ن) ليګ ته يې له 15 مياشتو راهسې له نژدې ليدلي دي، په وفاق او صوبو کې د حکومت او ادارو د ملاتړ باوجود (ن) ليګ د ضمني انتخاباتو نه وتلی دی.

بلاول بهټو زياته کړه چې دده په اند دا به اولني انتخابات وي چې پکې دپيپلز ګوند هيڅ تنظيم سره جګړه نۀ ده شوې، نن هم يو ميدان جوړيږي خو پيپلز پارټۍ په هر ميدان انتخابي جنگ ته تيار دى.

مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال نوموړي (ن) ليگ ته مشوره ورکړه چې په خپل حساب دې سياست وکړي.

ده ووئيل زه د خپلې 15 مياشتنې كاركردګۍ نه وروستو ټاكنې ته تيار يم، ايا شهباز شريف او نور مشران هم تيار دي يا مخونه پټوي؟

ياده دې وي چې د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر او پخوانى وزيراعظم نوازشريف کوټې ته رسېدلى و، هغه په ​​ځانګړې الوتکه کې کويټې ته رسېدلى دى.

Leave a reply