د پاکستان سوپر لیګ (PSL) فرنچائز لاهور قلندرز مشر عاطف رانا د شاهین شاه افریدي د ملي لوبډلې د کپتان په توګه ملاتړ کړی دی.

0
44

باغي ټي وی رپورټ

عاطف رانا نن یوې غونډې ته د وینا پر مهال په ورلډکپ کې د پاکستان د ماتې په اړه وویل، چې زموږ لوبډله د هرې لوبډلې د ماتولو وړتیا لري، خو په کرکټ کې ماتې بایلل دي.

هغه وویل چې شاهین د شل اوریزو او ټېسټ لوبډلې تر ټولو غوره توپ اچونکی پاتې شوی او شاهین په نړیوال جام کې ۱۸ ویکټې اخیستې او د وسیم اکرم ریکارډ یې برابر کړی، که شاهین افریدي ته د ملي لوبډلې د کپتانۍ دنده ورکړل شي نو دی به خپله غوره لوبه وکړي.

عاطف رانا وويل لاهور قلندر په لومړيو څلورو سيزنونو کې کارکردګي ونشوه کړای، خو کله چې موږ شاهين ته کپتان جوړ کړو، هغه څه وکړل چې هيڅوک يې نه شي کولی، شاهين کپتان شو او موږ پرله پسې ټرافيانې وګټلې.

هغه زیاته کړه، پاکستان سپر لیګ د PCB محصول دی، موږ له اتو کلونو راهیسې د پاکستاني ځوانانو لپاره کار کوو، د لاهور قلندرز لوبغاړي زما د کورنۍ په څېر دي، حارث رؤف زموږ محصول نه و، خو دغو ماشومانو ته مو یو پلیټ فارم ورکړ، حارث رؤف زمان خان او عبدالله شفیق په خپلو سختو هڅو سره مخ په وړاندې ولاړل، زموږ کار د ځمکې په سطحه ماشومانو ته پلیټ فارم ورکول دي. عاطف رانا وويل په پي ايس ايل 9 کې به نوي ټېلېنټ رابرسېره کېږي او سرسيد پوهنتون به هم د ټېلېنټ راويستلو لپاره ټرېلز کوي.

Leave a reply