د پنجاب حکومت د اسموګ سره د مبارزې لپاره په مختلفو اقداماتو غور پیل کړی دی.

0
175

باغي ټي وی رپورټ

د پنجاب د ټرانسپورټ سرپرست وزیر ابراهیم حسن مراد وویل چې د سموګ سره د مبارزې لپاره د چهارشنبه په ورځ له کور څخه کار کولو ، آنلاین ښوونځي او عامه ټرانسپورټ محدودیتونو باندې غور کیږي.

هغه وويل، د هغو موټرو مالکان به جريمه شي چې د هوا د ککړتيا د زياتوالي لامل ګرځي، د صنعتکارانو، د بټو د خاوندانو او په کرنيزو ځمکو کې د فصلونو پاتې شونو سوځولو پر وړاندې به هم سخته مبارزه وشي. سګرټ کم کړئ.

بل اړخ ته د پنجاب نگران وزيراعلي د اسموګ صورتحال په اړه تيره ورځ غونډه رابللې ده چې پکښې د سموګ ختمولو لپاره د سختو پريکړو امکان دې۔

دسرچينو له مخې په سختو پريکړو کې به په اوونۍ کې ددوؤ ورځو لپاره د بازارونو تړلو تجويز هم غور کيږي.

سرچينې زياته کړې چې په غونډه کې به د ټرانسپورټ سيکرټري د ګاډو تګ راتګ محدودولو لپاره د ګامونو په اړه خبر ورکوي، په داسې حال کې چې ډپټي کمشنران به د فصلونو د پاتې شونو سوځولو د بنديز پرېکړه عملي کوي.

نگران وزيراعلي محسن نقوي د ټايرونو سوځولو کارخانو او سيکرټري سکول ايجوکيشن په ضد د سخت کاروائي هدايات هم کړي دي چي په پرائمري سکولونو کښي د ماسک استعمال يقيني کړي۔

Leave a reply