د پاکستان د انرژۍ د سرپرست وزیر محمد علي په مشرۍ یو پاکستانی پلاوی تهران ته راغلی چې د پاک ایران د ګازو د پایپ لاین پروژې په اړه خبرې وکړي.

0
80

باغي ټي وی رپورټ

د سرچينو ترمخه پاکستاني پلاوي کې دپيټروليم ډويژن شرکت انټرسټيټ گيس سيسټمونو ايم ډي نديم باجوه هم شامل دى اؤ دبريښنا نگران وزير محمد علي به دخپل ايراني سيال سره خبرې اترې کوي چې پکې به دبين المللي گيس سيسټم چارواکي هم برخه اخلي.

سرچينې وايي، د ګازو د پايپ لاين په پروژه کې به پاکستان د خپلې برخې د نل ليکې د غځولو غوښتنه کوي او د جريمې د مخنيوي په خاطر به پاکستان د ٢٠١٤ کال تر مارچ پورې د ايران پولې ته د نل ليکې خپله برخه جوړه کړي. د تړون له مخې ټاکل شوې ضرب الاجل دا دی چې د نه جوړیدو په صورت کې ایران کولی شي د منځګړیتوب نړیوالې محکمې ته لاړ شي او له پاکستانه تر ۱۸ میلیارد ډالرو پورې د جریمې غوښتنه وکړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې پروژې له پيلېدو سره به پاکستان هره ورځ له ايران څخه ٧٥ ميليونه متر مکعب ګاز واردوي.

Leave a reply