د متحده عربي اماراتو سفیر پاکستان ته د 6.5 ملیارد ډالرو بهرنۍ مالي تشې په اړه نړیوال وجهي صندوق ته ډاډ ورکړ.

باغي ټي وی رپورټ
د IMF ماموریت مشر د متحده عربي اماراتو له سفیر سره د پاکستان او IMF ترمنځ د اقتصادي بیاکتنې د خبرو په اصلي مرحله کې د پاکستان سره د 6.5 ملیارد ډالرو بهرنۍ مالي تشې د مسلې په اړه وکتل.
د ذرائعو ترمخه د متحده عرب اماراتو سفير او د آئي ايم ايف مشن مشر ترمينځه ليدنه کښې د پاکستان لپاره د بهرنۍ مالياتي تشې د ډکولو په معاملو خبرې اترې شوې۔
سرچينې زياته کړې چې د اماراتو سفير د IMF مشن مشر ته د پاکستان د اقتصادي ثبات لپاره د رول لوبولو ډاډ ورکړى دى.
د سرچينو له مخې ائي ايم ايف مشن پاکستان ته دبهرنيو مالي مرستو پخلى کوي.
ياده دې وي چې د پاکستان او آئي ايم ايف ترمينځه د پاليسۍ په کچه خبرې اترې روانې دي، آئي ايم ايف پاکستان ته د کال 9,415 اربه روپو د مالياتو هدف برقرار ساتلو منلې ده چې له دې وروسته به مني بجټ نه راځي.
د ایف بي آر سرچینو ویلي چې نگران حکومت به کوم نوی ټیکس نه لګوي، آئي ایم ایف ته خبر ورکړی شوی دی.
پاکستان د 6.5 ملیارد ډالرو لوی بهرني مالي تشې سره مخ دی
د سرچينو ترمخه پاکستان د 6.5 اربه ډالرو په کچه د بهرنۍ سرمايه کارۍ دمخنيوي سره مخ دى چې له امله يې نگران حکومت د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو پشمول دوستو هيوادونو ته د رجوع کولو فيصله کړې ده.
سرچينې زياته کړې، چې له اسلامي پراختيايي بانک، اسيايي پراختيايي بانک او نړيوال بانک څخه به هم مرسته وشي، په داسې حال کې چې د کرنټ اکاؤنټ کسر په کمولو سره به مالي تشه کمه شي.





