په نړیوال مارکیټ کې د تیلو د نرخونو د ټیټیدو له امله په پاکستان کې هم د پټرولیم مصنوعاتو بیې د کمیدو امکان دی.

0
49

باغي ټي وی رپورټ

د سرچينو ترمخه په پاکستان کې دپطرولو اؤ هاي سپيډ ډيزلو په بيو کې به دنومبر تر ١٥مې نيټې څخه د٨ؤ څخه تر لسو روپو في ليټره کمى راشي.

سرچينې وائي دميټرو تيلو په بيو کې هم څلور نيمې پيسې في ليټر کميدو امکان دى اؤ دلائټ ډيزلو په بيه کې هم 16 روپۍ 50 پيسې في ليټر کمى کيدى شي.

اوګرا به د پټروليم مصنوعاتو د نرخونو په اړه سمري د نومبر په 15مه نيټه د پټروليم وزارت ته استوي چې په دې اړه به د نگران وزيراعظم سره د مشورې وروستو حتمي فيصله کوي.

Leave a reply