د پنجاب د پخواني اعلی وزير پروېز الهي او د هغه د زوی مونس الهي خلاف د مني لانډرنګ د مقدمې په پلټنو کې پرمختګ شوی دی.

باغي ټي وی رپورټ
د وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) د سرچینو له مخې د پرویز الهي او مونس الهي ټول بانکي اکاونټونه منجمد شوي دي.
سرچينې وايي، د مونس الهي او پرويز الهي د کورنيو د غړو بانکي حسابونه هم کنګل شوي دي.
د سرچينو ترمخه ايف آئي اے لاهور د مونس اؤ دهغه دکورنۍ د١٠٠ؤ څخه زيات اکاونټونه منجمد کړي دي، په دغو بانکي اکاونټونو کې دکرپشن اؤ مني لانډرنگ په نوم پيسې جمع شوي دي.
سرچينې وائي چې ايف آئي اے مونس ته دعدالت څخه داشتهاري اعلان کولو اؤ دهغه لپاره ريډ وارنټ جاري کولو فيصله هم کړې ده.
د FIA سرچينې وايي مونس الهي به د انټرپول لخوا د ريډ وارنټ جاري کولو وروسته ونيول شي.
بل لوري ته د لاهور احتساب عدالت په پرمختيائي پروژو کې د اربونو روپو خرقې کولو په مقدمه کې مونس الهي ته د اېډمرل اعلان کړی دی.






