د تحریک انصاف چیرمین عمران خان میرمن بشری بي بي د ۱۹۰ ملیون پاونډ سکیم کیس کې نیب راولپنډۍ ته وړاندې شوه.

0
161

باغي ټي وی رپورټ

د سرچينو له مخې نيب لخوا دبشري بي بي څخه 11 پوښتنې وړاندې کړل شوي دي.

زده کړې مو له کومه کړې او د اسلامي زده کړو کورس مو ترسره کړی؟

د القادر پوهنتون د پروژې ټرسټ د جوړولو موخه څه وه؟

ایا د امانت دارۍ سربیره د ښوونکي په توګه کوم مسؤلیتونه شتون لري؟

ایا تاسو د پوهنتون څخه د امانت یا ښوونکي په توګه کوم معاش یا امتیازات ترلاسه کړي؟

د القادر پوهنتون د جوړولو مفکوره د چا وه او ځای یې چا ټاکلی و؟

د القادر پوهنتون د معتمد په توګه ستاسو مسولیتونه څه وو؟

فرحت شهزاده څنګه پیژنې؟ ایا تاسو د دوی له مالیاتو او شخصیت څخه راضي یاست؟

سرچينې وايي د نيب پاتې پوښتنې د پيسو د معاملو په اړه دي.

د سرچينو ترمخه بشرا بي بي په نيب راولپنډۍ کې دپيښې وروستو بهرته ولاړه، دبشري بي بي قانوني ټيم به د١١ؤ پوښتنو ځوابونه وړاندې کوي.

Leave a reply