د خېبرپښتونخوا نوې نگران کابینې سوګند پورته کړو.

0
75

باغي ټي وی رپورټ

جسټس ريټائرډ ارشد حسين شاه تيره ورځ د خپلي عهدې حلف پورته کړو او اوس ئي د صوبې د چارو چلولو لپاره لس کسيزه کابينه جوړه کړې ده چې د خېبرپښتونخوا ګورنر هم په دې اړه لاسليکونه کړي دي.

د خېبرپښتونخوا ګورنر غلام علي د نگران صوبائي کابينې نه سوګند پورته کړو، د سوګند پورته کولو دستوره د خېبرپښتونخوا ګورنر هاؤس کښې اوشوه۔

په نګران صوبايي کابينه کې سيد مسعود شاه، ارشاد قيصر او اصف رفيق سربېره نجيب الله، سيد عامر عبدالله او فيروز جمال شاه هم په کابينه کې شامل دي. احمد رسول بنګش، محمد قاسم خان، عامر ندیم او احمد جان هم په کابینه کې شامل دي.

ياده دې وي چې دوه ورځې وړاندې د خيبرپښتونخوا پخوانې نگران وزيراعلي اعظم خان د زړه د حملې له وجې مړ شوے وو چې تر مشاورت وروسته د نوي وزيراعلي لپاره د ريټائرډ جسټس ارشد حسين شاه نوم تجويز کړے شو چې د ګورنر لخوا منظور هم شو .

Leave a reply