د پاکستان د توپ اچونې روزونکي مورني مورکل له خپلې دندې استعفا کړې ده.
باغي ټي وی رپورټ
د پاکستان کرېکټ بورډ تایید کړې چې مورني مورکل په لیګونو کې د بوخت مهالویش له امله له خپلې دندې استعفا کړې ده.
له دې وړاندې مورني مورکل ټاکل شوې وه چې د استرالیا تر سفر پورې له لوبډلې سره کار وکړي.
مورني مورکل له PCB سره شپږ میاشتنی تړون لاسلیک کړی وو، مورني مورکل په لیګونو کې د بوختیا له امله تر دې دمه اوږد تړون لاسلیک نه کړ.
په هند کې د روان نړیوال جام سیالیو کې د پاکستان سفر په پنځم مقام پای ته رسېدلی او اوس هېواد ته د ملي لوبغاړو سفر روان دی.
په نړیوال جام کې د توپ وهونکو ترڅنګ د ملي لوبډلې د توپ وهنې برید هم له بده مرغه ناکام شو او د پاکستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د پوسټ مارټم امکان شته.
دسرچينو له مخې د مورني مورکل په ځائي د ملي لوبډلې پخوانى تيز بالر عمرګل د بالينګ کوچ ذمه واري په غاړه اخستى شي.
د عمر ګل وینا:
په دې اړه پخوانی تېز بالر عمرګل وايي چې په ټولنیزو رسنیو کې مې لیدلي چې ښايي زه د توپ اچونې د روزونکي لپاره فکر کېږي، تر اوسه له بورډ سره اړیکه نه ده نیول شوې.
هغه وويل د مورني مورکل تړون ښايي تر دسمبر پورې وي، هغه وړاندې هم د پاکستان نمايندګي کړې ده، که چانس ورکړل شي بيا به يې کوي.