په اسلام آباد کې د خورا نادر فنګس انفیکشن هسټوپلاموسس ناروغۍ راپور ورکړل شوی.
باغي ټي وی رپورټ
د پمز روغتون د ساري ناروغیو د څانګې مشر ډاکټر نسیم اختر په وینا، په اسلام اباد کې د فنګل انفکشن هسټوپلاسموسیس دوه کیسونه رپورټ شوي، چې یو کس له دې ناروغۍ مړ شوی او بل یې د رغېدو په حال کې دی.
ډاکټر نسیم اختر وویل، داسې انګېرل کېده چې په پاکستان کې دا ناروغي نه لیدل کېږي، په دې ناروغۍ دوه ناروغان تشخیص شوي، تر اوسه د پاکستان له کومې بلې سیمې څخه د هسټوپلاموسس کومه پېښه نه ده ثبت شوې.
ډاکټر نسیم اختر وویل چې په پمز روغتون کې باید د ادرار هسټوپلازما انټيجن ټیسټ اسانتیاوې ورکړل شي، نور عصري ټیسټونه او د انټي ویرل او انټي فنګل درمل هم باید په پمز روغتون کې ورکړل شي.