په نوي کراچۍ کې د غلو له خوا یو امنیتي ساتونکی وژل شوی دی.

باغي ټي وی رپورټ
د پوليسو ترمخه امنيتي گارډ د شخصي کمپنۍ د ډيليوري وين سره ولاړ وؤ چې په نيو کراچۍ کې په موټر سائيکل سوارو ملزمانو د کمپنۍ د وين د درولو هڅه وکړه چې په مهال يې امنيتي ساتونکو په غلو ډزې وکړې.
د پوليسو دچارواکو په وينا دپوليسو په ډزو کې يو غله ژوبل شوى اؤ دغلو په ځوابي ډزو کې دامنيت ساتونکى ژوبل شوى اؤ ژوبل شوى غل دخپل ملگري سره تښتيدلى دى.
د غلو له لوري د وژل شوي امنيتي ساتونکي خپلوان محمد زمان رسنيو ته وويل، کله چې شپږ وسله وال غله ودرېدل، امنيتي ساتونکي پرې ډزې وکړې.
محمد زمان وويل، چې غلو له موږ څخه د ١٨ لکو کلدارو له اخيستو وروسته وتښتېدل، چې پر مهال يې وسله والو ډزې وکړې او امنيتي ساتونکى يې وواژه.
هغه زياته کړه، چې د امنيتي ساتونکي په ډزو کې چا ته زيان نه دى اوښتى، وژل شوى امنيتي ساتونکى د ايوب ګوټ اوسېدونکى او د دوو ماشومانو پلار دى.






