د کراچۍ په اورنګي سیمه کې په ډزو کې نعت خوان وژل شوی دی.

باغي ټي وی رپورټ
د کراچۍ غربي پوليس ترمخه په اورنګي ټاون کې د ډزو په نتيجه کې يو تن وژل شوی ، د وژل شوي کس شناخت رحيم الله عطاري په نوم شوی دی .
د پوليسو وينا ده چې وژل شوى تن په سيمه ييز جومات کې دمذهب او تلاوت کوونکى ؤ.
پوليس وائي چي دوه موټر سائيکل سورو ملزمانو په رحيم الله عطاري باندي هغه وخت ډزي کړي کله چي د پاکستان بازار کښي د نعت خواني په مراسمو کښي ګډون کولو لپاره روان وو۔
د پوليسو په وينا د پېښې په ځاى كې د وژل شوي تن سره يو موبايل او نور سامان هم شته، چې د پېښې په ځاى كې د ۹ ملي متري مرمۍ هم موندل شوې ده.
پوليس وايي خپلوانو يې ويلي دي چې له چا سره يې دښمني نه درلوده، وژل شوی يو شپږ مياشتنی زوی لري.






