د جمعیت علمای اسلام (جے یو آئی) مشر مولانا فضل الرحمان وايي، د حماس له مشرتابه سره یې په لیدنه کې ویلي، چې د پاکستان بچی له فلسطین سره دی، حماس هم په ډاګه ویلي، چې پاکستان په نړۍ کې زموږ ارمان دی.

0
168

باغي ټي وی رپورټ

مري کې يوې جلسې ته په وينا کې مولانا فضل الرحمان وويل چې په فلسطين کې زمونږ ميندې او خويندې شهيدانې شوي، بزدلان په فلسطين کې کوچني ماشومان او ښځې بمباروي، د فلسطين خلک زموږ وروڼه دي، ټول امت مسلمه بايد ورسره ودرېږي، لاريونونه هم وشول. دفلسطین دخلکو دظلم په خلاف په امریکا ، انګلستان اوفرانسې کښې غونډې وشوې .

مولانا فضل الرحمان وويل جنګ هم اصول لري، دبشري حقونو تنظيمونه چرته دي؟ روسیه او امریکا په افغانستان کې له منځه یوړل شول، که امریکا ځان زبر ځواک ګڼي، نو احمق دی، که موږ هم امریکا ته زبر ځواک وګڼو، نو احمقان یو.

هغه وویل چې ما د هیچا پروا نه درلوده او د هیواد په استازیتوب مې د حماس له مشرتابه سره ولیدل.

د جے يو آئي مشر وويل د نننۍ جلسه دا خبره داده چې هيڅوک زمونږ مينه ستاسو له زړونو نه لرې نه شي کولاى.

Leave a reply