په غزه کې د اسرائیلو د ۳۷ ورځو په وحشیانه عملیاتو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۱۱ زرو اوښتی دی.

باغي ټي وی رپورټ
د فلسطین د روغتیا وزارت د ویاند په وینا، پر روغتونونو د بریدونو او طبي مرکزونو ته د مړو او ټپیانو د ننوتلو د مخنیوي له امله، د روغتیا وزارت د نومبر د یولسمې نېټې د شهیدانو او ټپیانو مستند معلومات نه شي خپرولی.
وياند وويل چې تر دې مهاله قهرجنو پوځ د١١٣٠ؤ څخه زيات قتل عام کړى دى او دشهيدانو شميره ١١زرو ١٠٠ؤ ته رسيدلې ده.
ده وويل چې په شهيدانو کې څه دپاسه اته زره ماشومان او ښځې هم شاملې دي.
هغه زیاته کړه چې د ټپیانو شمېر تر ۲۸ زرو ډېر دی.
تر دې مخکې د روغتیا مرستیال وزیر یوسف ابو راش ویلي وو چې د غزې تر ټولو لوی روغتون د الشفا روغتون د زړه وارډ د اسرائیلو په هوايي بمبارۍ کې ویجاړ شوی دی.
د نوموړي په خبره، په بمبار کې د کارتیک وارډ ۲ پوړیزه ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.
له بلې خوا د اسراييلو له خوا له الشفا روغتون څخه د نويو زېږېدلو ماشومانو په ويستلو کې د همکارۍ د وړانديز په اړه، د روغتيا وزارت ويلي، چې د اسرائيلو پوځ په بمباريو سره طبي کارکوونکي او ملکي وګړي ترور کوي.
د بیان له مخې، موږ ته د اسراییلي پوځ لخوا د خوندي روغتون څخه د ماشومانو د ایستلو لپاره کوم میکانیزم نه دی ویل شوی، موږ یوازې د دوی د خوندیتوب لپاره دعا کوو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې اوسمهال په روغتون کې ۴۵ نوي زیږیدلي ماشومان دي چې له دې جملې څخه ۲ تنه شهیدان شوي دي.






