د پاکستان تحريک انصاف د خيبر پښتونخوا د نگران وزيراعلي اعظم خان په مړينه او د انتظامي او آئيني بحران په اړه غبرګون ښودلی دی.
باغي ټي وی رپورټ
د پي ټي آئي وياند وايي په خېبر پښتونخوا کې جدي انتظامي او آئيني بحران ډېر د اندېښنې وړ دی، دا د صوبې د خلکو او ملي امنيت لپاره د سترې اندېښنې لامل دی.
وياند وايي، خيبر پښتونخوا له جغرافيايي او داخلي پلوه ستر حساسيت ته اړتيا لري، په افغانستان کې د حالاتو او د نگران حکومت د کمزورې بهرنۍ تګلارې له امله حالات کړکېچن کېږي، د خېبر پښتونخوا په ګډون بايد د پاکو او رڼو ټاکنو ترسره کېدو ته ډاډ ورکړل شي. اساسي قانون
بل خوا د خېبرپښتونخوا ګورنر غلام علي د نگران وزیراعلی د ټاکلو حکم جاري کړی دی.
د حکم له مخې ريټائرډ جسټس ارشد حسين شاه د آرټيکل 224 لاندې نگران وزيراعلي ټاکل شوې دې۔
په حکم کې ویل شوي چې محمود خان او اکرم خان دراني د نگران وزیراعلی په توګه د جسټس ریٹائرډ ارشد حسین شاه په نوم اتفاق کړی دی.
د فرمان له مخې د اعظم خان د مړینې له امله د سرپرست اعلی وزیر ټاکل اړین دي.