د پخواني لومړي وزير عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي د نږدې ملګرې فرح ګوګي پټ بهرني پاسپورټ افشا شوى دى.

باغي ټي وی رپورټ
په ډاګه شوې، چې فراه ګوګي ته د لوټ شوې شتمنۍ او د پیسو مینځلو د پټولو په موخه د یوه نامعلوم هېواد د وینو آټو پټ پاسپورټ ورکړل شوی و.
د سرچينو ترمخه په دسمبر 2021ء کې دحکومت په ضد دتحريک انصاف دبې اعتمادۍ تحريک ممکنه کاميابۍ ته په پام سره دپي ټي ائي چئیرمين او بشرا بي بي د ملک ديو مشهور پراپرټي ټائکون له زوي څخه په پټه دپلټنو غوښتنه کړې وه. فرح ګوګي ته نړیوال پاسپورت ورکړل شو، د ملکیتونو یو مشهور سوداګر یو بل سوداګر ته د پټ پاسپورټ جوړولو لپاره 130,000 ډالر ورکړل.
د پلټنو سرچينو له مخې د لوټ شوې شتمنۍ او د مني لانډرنګ پيسې پټولو لپاره د فرح ګوګي د وينو آټو پاسپورټ جوړ کړی شوی و چې د ۲۰۲۰م کال د مارچ په ۲۸مه بشرا بي بي ته ورکړل شوی و او د ۲۰۲۲م کال د اپرېل پر ۳مه د پي ټي ايي حکومت له وتلو شپږ ورځې وړاندې فرهاد ګوګي له هېواده د تېښتې لپاره په پاکستاني پاسپورټ دوبۍ ته لېږل شوې وه.
سرچينې وايي چې فرحه ګوګي په دغه پاسپورټ بهر ته سفر کړى چې د پي ټي ائي د چيئرمېن او بشرا بي بي لخوا د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې راټولې شوې شتمنۍ پټې کړي.
سرچينې وائي چې دپي ټي ائي چيئرمېن او بشرې بي بي دفراه ګوګي په پټ پاسپورټ په مختلفو ملکونو کې لوټ شوې پيسې پټې کړې وې، دتحريک انصاف دورې په مهال دپي ټي ائي دمشر فرح ګوګي په ښکاره او پټه شتمنۍ کې 4520 اربه روپۍ اضافه شوې ده.
په دې اړه جيو نيوز سره په خبرو کې د مسلم ليګ نون مشر طلال چوهدري وويل د ګوګي پنکي ليک په اصل کې د عمران خان او بني ګاله کرپشن اسکينډل هېلېټونه دي، ګوګي او پنکي د دې وړ نه وو.
طلال چوهدري وويل چې دې ګوګي ته دې لس روپۍ هم څوک نه ورکوي، په لکونو ډالر چا ورکړي؟ د دې تر شا واک د عمران خان و، دا واک د عمران خان تر شا د لومړي وزیر واک و او دا ټول فساد او د پیسو مینځلو لړۍ د همدې لومړي وزیر په واک کې روانه وه.





