د خيبر پښتونخوا د نگران وزيراعلي اعظم خان له مړينې وروسته د رامنځته شوي سياسي کړکېچ د هواري لپاره به نن د پخواني وزيراعلي محمود خان او د اپوزيسيون د مشر اکرم خان دراني تر منځ غونډه کېږي او د نوي وزيراعلی پر ټاکلو سلا کېږي.

0
63

باغي ټي وی رپورټ

د خېبرپښتونخوا د نگران وزیراعلی د ټاکلو په اړه به نن په وزیراعلی هاؤس کښې یوه مهمه غونډه کیږي چې پکښې به پخوانی وزیراعلی محمود خان او د اپوزیشن لیډر کرم درانی ګډون کوي.

دسرکاري ذرائعو ترمخه په دغه غونډه کې به د نوي نگران وزيراعلي په ټاکلو هم خبرې کيږي، د نگران وزيراعلي د ټاکلو لپاره به دواړه په دريو ورځو کې يو نوم حتمي کوي.

نگران وزيراعلي اعظم خان تيره ورځ د زړه د حملې له وجې مړ شوے د جنازې لمونځ په خپل پلرني ټاټوبي چارسده کښې ادا کړے شو۔

ګورنر ته د خېبرپښتونخوا صوبې د ایڈووکیټ جنرل قانوني نظر

د اعظم خان د وژنې وروستو د خېبرپښتونخوا ايډوکېټ جنرل د خېبرپښتونخوا ګورنر غلام علي ته خط ليکلی او قانوني نظر يې وړاندې کړی دی.

خط کښې وئيلي شوي چې د نگران وزيراعلې په مړينه د نګران وزيراعلې په دريځ باندې آئين خاموشه دے، په داسې صورتحال کښې د آرټيکل 224 نافذولو وړانديز کوم، پخواني وزيراعلي او اپوزيشن ليډر ته بلنه ورکوم۔ نوی سرپرست اعلی وزیر وټاکئ او د نوي سرپرست وزیر د ټاکلو پروسه باید په دریو ورځو کې بشپړه شي.

محمود خان او اکرم دراني ته د خېبرپښتونخوا ګورنر خط

د خېبرپښتونخوا صوبې د ایڈووکیټ جنرل د قانوني نظر نه وروستو د پښتونخوا ګورنر غلام علي پخواني وزیراعلی محمود خان او د اپوزېشن لیډر اکرم خان دراني ته خط ولیکه.

ګورنر د خيبرپښتونخوا پخواني وزيراعلي محمود خان او د اپوزيشن ليډر اکرم خان دراني ته د صلاح مشوري لپاره وزيراعلي هاؤس ته بللي دي۔

په خط کې ويل شوي چې د آئين د ٢٢٤مې مادې له مخې به نوى نگران وزيراعلي ټاکل کيږي چې په دې لړ کې به د خېبرپښتونخوا په وزيراعلي هاؤس کې يوه غونډه کيږي.

د خېبرپښتونخوا د ګورنر لخوا په ليکل شوي خط کې ويل شوي چې غونډه به په دريو ورځو کې د نوي نگران وزيراعلي د انتخاب په اړه فيصله کوي، د انتخاباتو نېټه ټاکلې شوې ده نو د نوي نگران وزيراعلي د ټاکلو په اړه به غونډه کوي. ژر به مشوره وشي.

محمود خان او اکرم دراني به عدالت ته ځي که وزیراعلی وټاکل شي: پي ټي آئي

بل لوري ته دپاکستان تحريک انصاف دپخواني وزيراعلي محمود خان اؤ اکرم دراني لخوا د نگران وزيراعلي دټاکنې په صورت کې عدالت ته دتلو اعلان کړى دى.

د پي ټي ائي خېبرپښتونخوا نائب صدر ظاهر شاه طورو جيو نيوز سره خبرو کښې وئيلي دي چې د کوم قانون له مخې ګورنر محمود خان او اکرم دراني ته د وزيراعلي د انتخاب په اړه خط ليکلي دي ولې محمود خان وزيراعلي نه دے او نه اکرم دراني دے. د اپوزیسیون مشر دی.

ظاهرشاه مشعل وايي، د محمود خان او اکرم دراني له خوا ټاکل شوی سرپرست اعلی وزیر به په هېڅ صورت د منلو نه وي.

Leave a reply