د لاهور په ډيفنس سيمه کې د دريو ګاډو ترمينځ ټکر شوی چې په نتيجه کې يې شپږ کسان وژل شوي دي.

باغي ټي وی رپورټ

د پوليسو وينا ده چې په پيښه کې وژل شوي کسان ديوې کورنۍ سره تعلق لري.

د پوليسو چارواکي وائي دپيښې وروستو سيمې ته رسيدلي اؤ پلټنې يې پيل کړي دي.

د ژغورنې د چارواکو په وینا په وژل شویو کې دوه ښځې، یوه نجلۍ، یو ماشوم او دوه نارینه شامل دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *