د سترې محکمې جګپوړي وکیلان او حقوق پوهان وايي، د سرپرست اعلی وزیر له مړینې وروسته د اساسي قانون بحران څرګندېږي، د نوي وزیر اعلی د ټاکلو لپاره هېڅ قانون نشته.
![](https://pashto.baaghitv.com/wp-content/uploads/2023/11/346614_3244505_updates.jpg)
باغي ټي وی رپورټ
له جيو نيوز سره د خبرو پر مهال د قانوني چارو کارپوه بابر خان يوسفزي وويل چې د نگران وزيراعلي په مړينه سره صوبايي کابينه منحل شوې او اختيارات ګورنر ته تللي دي.
بابر خان يوسفزي وويل د يو منتخب وزيراعلي په مړينه د نوي وزيراعلي د انتخاب لپاره قانون شته خو د نگران وزيراعلي په مړينه د نوي وزيراعلي د ټاکلو لپاره قانون نشته. وزیر اعلی او کابینه باید محکمې ته مراجعه وکړي.
قانوني کارپوه قاضي جواد: د سرپرست وزیر د مړینې په صورت کې اساسي قانون خاموش دی
د سترې محکمې مشر وکیل قاضي جواد احسان جیو نیوز ته ویلي چې د نګران اعلی وزیر د مړینې په صورت کې اساسي قانون خاموش دی، آرټیکل ۲۲۴ د منتخب حکومت له وتلو وروسته د سرپرست حکومت ټاکلو لپاره دی، د نگران لپاره هیڅ قانون نشته. حکومت خو په ۲۲۴ ماده کې هم کوم ممانعت نشته.
قاضي جواد وويل چې د دې تشې د ډکولو لپاره بايد والي او د ټاکنو کميسون سرپرست وزير وټاکي، چې وروسته به پخوانى وزيراعلي او د اپوزيسيون مشر د نوې سرپرستۍ کابينه وټاکي.
ده ووئيل د صوبې د مهمو چارو د پرمخ بيولو لپاره په سمدستي توګه د سرپرست وزير ټاكل ضروري دي۔
ياده دي وي چي د خيبرپښتونخوا نګران وزيراعلي اعظم خان نن د لنډي ناروغئ نه پس ساه ورکړه، هغه د خرابي صحت له وجي تيره ورځ هسپتال ته منتقل کړے شو۔