په ټول هېواد کې د سرو زرو په بيه کې د زرو کلدارو کموالى راغلى دى.

باغي ټي وی رپورټ
د آل پاکستان جیمز اینډ جیولرز ایسوسی ایشن ترمخه نن د یو توله سره زر په بیه کښي یو روپئ کمی راغلی دی.
د ۱۰ ګرام سرو زرو په بيه کې هم ۱۸۰۰ کلدارې کمې شوې دي، چې له دې وروسته په بازار کې د ۱۰ ګرامو سرو زرو بيه ۱ لاکه ۸۰ زره ۸۹۸ کلدارې شوې ده.
بل خوا په نړيوال بازار کې د سرو زرو په بيه کې د ١٧ ډالرو له راټيټېدو وروسته د يوانس سرو زرو بيه ١٩٥٨ ډالرو ته رسېدلې ده.






