د پاکستان تحریک انصاف مشر اسد عمر له سیاست څخه د بشپړ جلا کیدو اعلان وکړ.

باغي ټي وی رپورټ

په سوشل ميډيا خپل يو بيان کښې اسد عمر ليکلي دي چې ما د سياست پريښودو فيصله کړې ده، ما وړاندې هم ويلي وو چې زه د رياستي ادارو سره د ټکر د پاليسۍ سره موافق نه يم او داسې پاليسي د رياستي ادارو سره سخته ټکر ده. د هیواد په ګټه نه دی.

اسد عمر هم د پي ټي ائي له اصلي غړيتوب څخه د استعفا اعلان وکړو او ويې ويل زه د ټولو هغو کسانو مننه کوم چې په عامه ژوند کې يې زما ملاتړ کړی دی په ځانګړې توګه د اين اے 54 ټيم او ووټرانو زه غواړم چې هغه څوک چې ما دوه ځله انتخاب کړے دے. الله دې د پاکستان په ملت رحم وکړي.

ياده دې وي چې د اسد عمر نه وړاندې د فواد چوهدري او صداقت عباسي په شمول د پي ټي آئي يو شمير مشرانو له سياست نه د جلا کېدو اعلان کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *