په لنډیکوتل کښې د سي ټي ډي کاروایی

0
77

باغي ټي وي رپورټ
پاک افغان پوله تورخم ته څیرمه د ضلع خیبر په لنډیکوتل سیمه کښې د سي ټي ډي(کاونټر ټیررازم ډيپارټمنټ)، د ترهګرۍ په ضد کار کوونکې ادارې داسې کسان نیولي دي چې په دوی شک دې چې د داعش یا القاعده ډلې سره اړیکې لري.
په لنډیکوتل کښې د ځایی سرچینو مطابق سي ټي ډي اهلکار عملیات ترسره کړي او د داعش په شک کښې ی ۴ څلور کسان نیولي دي، ددې کسانو سره په ګنړ شمیر کښې وسله او نور چاودیدونکي مواد هم نیولي دي.
یوه خبري پانړه چې رسنیو ته لیږل شوي، د هغه مطابق دې کسانو پلان لرل چې په پیښور او نورو سیمو کښې بریدونه او چاودنې وکړي، دې کسانو سره ۲ ځانمرګي واسکټونه، ۲ ماینونه، ۶ نوربمونه، بیټرې، ریموټ کنټرول، چاودیدونکي مواد او په ګنړ شمیر کښې نور داسې څیزونه شامل دي چې په چاودنو کښې کارولې شي.
د خبري پانړې مطابق دې کسانو دا چاودیدونکو مواد په یوه پټ ځای کښې ذخیرکړي وو او غوښتل ی په ملک او سیمه کښې د بریدونو او بدامنې خپرولو لپاره په کار راولي. د سرچینو مطابق ددې کسانو خلاف ی مقدمه درج شوي او اړوند ادارو دې کسانو نه پلټنې پیل کړي دي.
د سرچینو مطابق نیول شوي کسان یادې ادارې اړوند ادارو ته سپارلي دي او دې دوی نه پلټنې روانې دي. یاده دې وی چې د یو ځایی سرچینې مطابق په دې علاقه کښې څو ورځې وړاندې د شپې په وخت یو درنه چاودنه هم اوریدل شوي ده.
د یادونې ده چې په تیروخت کښې هم د ضلع خیبر په علاقه کښې د پاکستان امنیتي ځواکونو د ملک دښمن ګروپونو په ضد عملیات کړي دي ، په ګنړ شمیر کښې ملک دښمن کسان ی نیولي او وژلي دي .

Leave a reply