د خېبر پښتونخوا نگران وزیر اعظم محمد اعظم خان وفات شو.
![](https://pashto.baaghitv.com/wp-content/uploads/2023/11/download-91.jpeg)
باغي ټي وی رپورټ
تيره ورځ د خيبرپښتونخوا نګران وزيراعلي اعظم خان د خرابي صحت له وجي يو شخصي هسپتال ته منتقل کړے شو ولي هغه رخصت کړے شوے دے۔
د طبي کارکوونکو په وینا، اعظم خان په مختلفو ناروغیو اخته و، هغه د تبې او اسهال په ناروغۍ اخته و، چې له امله یې پرون د صوبايي کابینې په غونډه کې ګډون نه و کړی.
د اعظم خان د جنازې لمونځ به نن ماسپښین درې نیمې بجې د چارسدې په ابداۍ کلي کې ادا کېږي.
اعظم خان چې د پېښور پوهنتون څخه یې د قانون زده کړې کړې، یو متقاعد بیوروکریټ و او د اسسټنټ کمشنر او کمشنر په توګه یې هم دنده ترسره کړې. اعظم خان د مختلفو وزارتونو د چیف سیکرټري او سیکرټري په توګه هم کار کړی دی.
ياده دې وي چې اعظم خان د خيبر پښتونخوا حکومت له ړنګېدو وروسته د اپوزيسيون مشر نومولی و او کله چې دغه نوم د پخواني وزيراعلي محمود خان پر وړاندې کېښودل شو، نو سمدستي يې اعظم خان د خيبر پښتونخوا د نگران وزيراعلي په توګه وټاکه. او بیا اعظم خان د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ پر ۲۱ د خیبر پښتونخوا د سرپرست وزیر په توګه لوړه وکړه.
د اعظم خان یو ورور عباس خان د خیبر پښتونخوا آی جی او یو ورور شجاع خانزاده د پنجاب د کورنیو چارو وزیر پاتې شوی دی. د دې نه علاوه پخوانې ایم پی اے تاج محمد خانزاده، ګوهر ایوب او عمر ایوب هم د هغه نزدې خپلوان دي.