د پاکستان سټيټ بينک په خپل يو رپورټ کې وئيلي دي چې د بهرنۍ اسعارو په ذخايرو کې زياتوالی راغلی دی .

0
131

باغي ټي وی رپورټ

د دولتي بانک د راپور له مخې د نومبر په درېیمه نېټه د هېواد د بهرنیو اسعارو په زېرمو کې ۳.۷۶ میلیونه ډالره زیاتوالی راغلی دی.

د دولتي بانک د معلوماتو له مخې، د نومبر تر درېيمې نېټې پورې د هېواد د بهرنيو اسعارو زېرمې ١٢ مليارده ٦١ ميليونه ډالره وې.

په راپور کې راغلي چې د دولتي بانک زیرمې له ۳.۷ میلیونو ډالرو ۷.۵۱ میلیارد ډالرو او د سوداګریزو بانکونو زیرمې له ۳.۳۹ میلیون ډالرو څخه ۵.۱۰ میلیارد ډالرو ته لوړې شوې دي.

Leave a reply