د کانګو په ویروس اخته یو بل ناروغ له بلوچستان څخه کراچۍ ته انتقال شوی دی.

0
68

باغي ټي وی رپورټ

د سندهـ د صحت محکمي د وياند ترمخه دغه ناروغ د سندهـ انسټيټيوټ آف انفکشني ډيزيز کښې د کانګو وارډ کښې داخل کړے شوے دے۔

د وياند په وينا، ډاکټرانو ويلي، چې د ناروغ روغتيايي حالت ښه نه دى، چې له امله يې ډاکټران هڅې کوي، په داسې حال کې چې د ناروغ وينټيليټر ته د لېږدېدو وېره شته.

د وياند په وينا، د کانګو ويروس ۱۷ پېښې له بلوچستان څخه کراچۍ ته لېږدول شوي، چې ۱۶ ناروغان شخصي روغتونونو ته لېږدول شوي، چې له ډلې يې دوه رخصت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، له دې پرته د نیپا د ساري ناروغیو په روغتون کې هم یو ناروغ تر درملنې لاندې و، چې نن له بلوچستان څخه د درملنې لپاره راوړل شوی و.

Leave a reply