د پیسو نړیوال صندوق د وارداتو په نوم د مشکوکو راکړو ورکړو په اړه د سختې پالیسۍ غوښتنه کړې ده.
باغي ټي وی رپورټ
د سرچينو ترمخه د روان مالي کال په راتلونکو اتو مياشتو کې د ايف بي آر، سټيټ بينک او آئي ايم ايف ترمينځ د ټيکس جمع کولو منصوبه، د مني لانډرنګ په ضد او د مشکوکو معاملو په اړه خبرې اترې روانې دي چې پکې ايف بي آر د هر سکټور څخه د سيلز ټيکس، آمدن جمع کول مکمل کړي دي. د مالیاتو، ګمرکونو او محصولاتو توضیحات ورکړل شوي دي.
سرچينې وائي چې په مقدمو کې د ټکس جمع کولو په طريقه د اتفاق امکان شته، په داسې حال کې چې ايف بي آر د جنورۍ نه د پرچون فروشانو د ټيکس نيټ کښې شاملولو منصوبه هم کړې ده.
د سرچينو ترمخه ايف بي آر د روان مالي کال لپاره ائي ايم ايف ته د ټيکس هدف ترلاسه کولو باور ورکړى، په داسې حال کې چې نگران حکومت د پروګرام په مکمل عمل کولو باور ورکړى دى.
د ايف بي آر د سرچينو له مخې آئي ايم ايف د وارداتو په آڑ کښې د مني لانډرنګ په اړه د سختې پاليسۍ غوښتنه کړې ده، د شکمنو معاملو او د ايف بي آر او سټيټ بينک نه د ټيکس نه معاف شعبو کښې د وارداتو په آڑ کښې د مني لانډرنګ د مخنيوي لپاره اقدامات ناکافي اعلان شوي دي.
سرچينې وائي ائي ايم ايف ايف بي آر اؤ سټيټ بينک ته هدايات کړي چې تر دسمبر پورې د مني لانډرنگ مخنيوي لپاره گامونه سخت کړي.
د سرچينو ترمخه آئي ايم ايف ته وئيلي شوي دي چې ايف بي آر اؤ سټيټ بينک دې دټيکس جرمونو اؤ مشکوکو معاملو دپاره واضحه پاليسي جوړه کړي اؤ دټيکس چوري مخه دې ونيول شي.
د IMF مشن غوښتنه کړې چې د پیسو مینځلو ختمولو لپاره دې د ایف بی آر ظرفیت لوړ کړی شي او د پلي کولو سیسټم دې پیاوړی شي، د شکمنو معاملو لپاره دې سختې سزاګانې په راتلونکي بجټ کې د فنانس بل منظور کړي