سترې محکمې د پخواني ولسمشر جنرال (ر) پروېز مشرف د سزا خلاف اپيل اورېدنه ومنله.
باغي ټي وی رپورټ
د چيف جسټس قاضي فائز عيسى په مشرۍ کې د جسټس منصور علي شاه، جسټس امين الدين خان او جسټس اطهرمن الله په مشرۍ څلور کسيز بينچ د پخواني ولسمشر پروېز مشرف د سزا په اړه د اپيل اورېدنه وکړه، چې په ترڅ کې يې د ځانګړې محکمې پرېکړه اورول شوې وه. د حميد خان په ضد اپيل کښې د پاکستان بار کونسل لخوا عابد ساقي، د سندهـ هائي کورټ بار لخوا رشيد اے رضوي او د پخواني صدر پرويز مشرف لخوا سلمان صفدر عدالت ته حاضر شوي وو۔
پخواني ولسمشر پروېز مشرف د ۲۰۱۹م کال د دسمبر په ۱۷مه د ځانګړې محکمې د پرېکړې پر ضد ستره محکمه کې اپیل دائر کړی دی.
سپريم کورټ کې د اورېدنې په مهال چيف جسټس وويل ښه خبره ده چې ټول وکيلان موجود دي، د بنچ په اړه خبرې شوي، زه وضاحت غواړم، زه د بنچونو د بدلولو په حق کې نه يم. د قضيې اوريدلي، زه نه پوهيږم چې د 2019 قضيو تر اوسه فيصله نه ده شوې.
بلخوا دپروېز مشرف وکيل سلمان صفدر وئيلي دي چې دجمهوري قانون دتعديل څخه وروستو دځانګړې محکمې دفيصلې په ضد سپريم کورټ کې اپيل دائر کړى شو خو دپروېز مشرف په ضد دځانګړې محکمې فيصله متفقه نۀ وه.
چيف جسټس د پرويز مشرف له وکيل پوښتنه وکړه چې په سپريم کورټ کې ستاسو درخواست ولې نه دی درج شوی؟ په دې اړه سلمان صفدر وویل چې د رجسټرار دفتر اعتراض کړی چې د مجرم د تسلیمۍ پرته اپیل نه شي جمع کولی، سپریم کورټ د اعتراض په چیمبر اوریدنه کې په اوپن کورټ کې د اپیل د اوریدو غوښتنه وکړه.
چيف جسټس پوښتنه وکړه چې د اپېل د چيمبر اورېدنې وروستو به څه وخت ټاکلې شي؟ سلمان صفدر وويل چې د اپيل د اورېدنې لپاره نن د چيمبر د اورېدنې لپاره ټاکل شوې ده، هغه په دې اړه څه نه شي ويلاى چې د اپيلونو د اورېدو نېټه ولې دومره ناوخته شوه.
چيف جسټس وويل که چرې دعدالت غلطي وي نو ووايه چې تاسو سينئر وکيل ياست.سلمان صفدر وويل دپانسۍ سزا اوريدو څخه وړاندې د اپيل اوريدل بنيادي حق دى.په دغه مقدمه کې دا غوښتنه هم شوې وه. چیمبر چی قضیه په محکمه کی حل شی.
وروستو سپريم کورټ د پرويز مشرف د سزا خلاف اپيل اوريدنه ومنله.
عدالت د پرويز مشرف نه علاوه ټولو اړخونو ته نوټس جاري کولو سره اوريدنه تر 21م نومبر پورې وځنډوله.