په ناقانونه توګه د مېشتو بهرنيو اتباعو د ويستلو لړۍ روانه ده او په داسې حال کې له کراچۍ څخه د چمن پولې ته رالېږل شوی افغان وګړی بېرته ښار ته راستانه شوی دی.

0
61

باغي ټي وی رپورټ

د چمن له پولې د راستانه شوي افغان وګړي سليم ويډيويي بيان هم مخې ته راغلی چې پکې افغان وګړی وايي چې له چمن څخه کويټې ته رسېدلی او بيا حب چوکۍ ته راغلی دی.

بل لوري ته دپوليسو چارواکي وايي چې دچمن پولې څخه يو افغان وگړى يې نيولى او بيرته به ليږلى شي.

د پولیسو چارواکي وايي چې د دغه افغان وګړي د بېرته ستنېدو په اړه پلټنې کوي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د حکومت له خوا په بهر کې مېشتو افغان کډوالو ته د خپل هېواد د ستنېدو له حکم وروسته تر دوه سوه زره زيات افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي، په داسې حال کې چې سرپرست حکومت د راجستر شويو افغان کډوالو لپاره د يوې لويې پرېکړې د مودې غځولو پرېکړه کړې ده. د کډوالو لپاره د ثبت کارت تر شپږو میاشتو پورې.

Leave a reply