سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ ویلي دي چې د اقتصادي همکاریو د سازمان ټول هېوادونه باید په غزه کې په اوربند کې رول ولوبوي.

0
103

باغي ټي وی رپورټ

د اي سي او غونډې ته د وينا په مهال نگران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وويل د اي سي او په ١٦مه سرمشريزه کې د پاکستان نمايندګي کول زما لپاره د وياړ خبره ده، د اي سي او هېوادونو ترمينځ تجارتي دهليز به مهم کردار ادا کوي.

نگران وزيراعظم وويل پاکستان کې په بيلا بيلو شعبو کې د سرمايه کارۍ پراخه موقعې موجودې دي، اي سي او فورم ته بايد د منظم تنظيم شکل ورکړل شي.

هغه وویل، موږ په غزه کې روان وحشت په کلکه غندو، په غزه کې روانه جګړه باید ژر تر ژره ودرول شي، د اکو ټول هېوادونه باید په غزه کې د اوربند لپاره رول ولوبوي.

نگران وزیراعظم زیاته کړه چې د کشمیر مسله دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو مطابق هواره شي، د اسلام فوبیا د وحشت په خلاف د سیاسي او قانوني مزاحمت جوړولو ضرورت دی.

Leave a reply