د کراچۍ په ملير جيل کې بندي ۸۰ هندي کب نيوونکي خوشي شول.

0
187

باغي ټي وی رپورټ

دسرچينو له مخې هندي کب نيوونکي په سختو امنيتي تدابيرو کې کينټ سټيشن ته وړل شوي چې له هغه ځايه به دعلامہ اقبال ایکسپریس په ذريعه لاهور ته رسول کيږي او بيا به واګه بارډر ته رسول کيږي.

د سعد ایدهي په وینا، ایدهي فاونډیشن د هندي کب نیونکو د سفر ټول لګښتونه ورکوي.

هغه زياته کړه، چې د ايدهي بنسټ له خوا هندي کب نيوونکو ته پيسې، جامې او د اړتيا وړ وسايل هم ورکړل شوي دي.

له بلې خوا هندي کب نیونکي له زندانه تر خوشي کېدو وروسته ډېر خوشاله دي، دوی وايي له کلونو وروسته کور ته په ستنېدو خوښ دي، د خپلې کورنۍ او اولادونو یادونه کوي، دلته زموږ سره ډېر ښه چلند شوی.

Leave a reply