د جمعیت علمای اسلام (جے یو آئی) مشر مولانا فضل الرحمان وايي، د افغان کډوالو ستونزه دوه اړخیزه ده او باید په دې اړه د یوه کمېشن په جوړولو سره دا ستونزه هواره شي.

0
172

باغي ټي وی رپورټ

په یوه بیان کې مولانا فضل الرحمن ویلي چې افغانستان د افغانانو ملکیت دی، بالاخره باید لاړ شي، افغانستان له خپلو علماوو فتوا اخیستې چې په پاکستان کې وسله وال اقدام جهاد نه شي بلل کېدای.

مولانا فضل الرحمان ویلي د افغان کډوالو ستونزه دوه اړخیزه ده، یو اړخیزه پرېکړې اړیکې خرابوي او وړاندیز یې وکړ چې د افغان کډوالو په اړه دې د کمېسیون په جوړولو سره ستونزه هواره شي. د جے يو آئي مشر وويل سوله تل په انصاف راځي، که بې انصافي وي سوله نه شي راتلاى.

Leave a reply