د پاکستان او IMF د بیاکتنې ماموریت ترمنځ د تخنیکي خبرو دوه پړاوونه به نن ترسره شي.

0
60

باغي ټي وی رپورټ

د سرچينو ترمخه فيډرل بورډ آف ريونيو (اېف بي آر) د روان مالي کال لپاره د ټيکس جمع کولو منصوبه د آئي ايم ايف سره شريکه کړې ده او د منصوبې تر کتنې وروسته به آئي ايم ايف د نورو اقداماتو وړانديز کوي.

د سرچينو له مخې ائي ايم ايف له پرچون فروشانو، زرعي انکم ټيکس او املاکو څخه دټيکس ټولولو غوښتنه کړې او دټيکس په راټولولو کې دکمي په صورت کې په فوري توګه دنوؤ ګامونو اخستو اتفاق کړى دى.

سرچينې وايي چې پر پرچون پلورونکو د ثابتې ماليې لګولو وړانديز تر غور لاندې دى، خو IMF پرې راضي نه دى او IMF له صوبو غوښتنه کړې چې د کرنيزو عايداتو د ټکس جال کې راوستلو لپاره مهالوېش وټاکي.

د سرچينو ترمخه د آئي ايم ايف مشن ته د ټيکس پاليسۍ او د ټيکس جمع کولو جلا کولو پلان په اړه بريفنګ ورکړے شو چې پکښې آئي ايم ايف د روان مالي کال لپاره د ټيکس هدف په هر صورت کښې ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده۔

د ايف بي آر د سرچينو ترمخه آئي ايم ايف غوښتنه کړې ده چې په کومو شعبو کښې چې د ټيکس جمع کول کم دي د هغې نه دې مکمل ټيکس جمع کړے شي۔

Leave a reply