باغي ټي وی رپورټ
په پاکستان کې زموږ سرچینې وايي، پاکستان هېڅکله هم له افغان چارواکو سره په کومه ناسته کې د قوش تیپې کانال غوښتنه نه ده کړې او نه یې هم خبرې کړې دي.
په داسې حال کښې چې کانال د افغانستان په شمال کې دی، نو له تخنیکي پلوه پر پاکستان هېڅ اغېز نه لري.
لکه څنګه چې د قوش تپه کانال په پاکستان اغیزه نه کوي نو د پاکستان لپاره دا ډول خبرې کول هیڅ ستراتیژیک معنی نلري.
دا خبره د یادونې ده چې
طالبان له دا ډول دروغو تبلیغاتو کار اخلي تر څو د خلکو پام له مهمو مسلو څخه واړوي.
د دې خبرې هم باید یادونه وشي چې د قوش تپه کانال یو کانال دی چې د افغانستان په شمال کې د امو سیند د اوبو د انتقال لپاره جوړیږي. تمه کیږي چې اصلي کانال به 285 کیلومتره اوږد وي او په ټولیزه توګه هڅه کوي چې 550,000 دښته په کرنیزو ځمکو بدله کړي.










Leave a Reply