خپل وطن ته د ناقانونه افغانانو د ستنیدو لړۍ دوام لري.
باغي ټي وي رپورټ
د سرچينې د معلوماتو له مخې، پرون ٤ زره ١١٩ ناقانونه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي، چې ١٢٧٢ يې نارينه، ١١٨٨ ښځې او ١٦٥٩ ماشومان دي.
۷۰۲ کورنۍ په ۲۵۱ موټرو کې افغانستان ته ستنې شوې.
تر اوسه ۲ لکه ۷ زره ۷۵۸ ناقانونه افغانان خپلو وطنونو ته ستانه شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت په هېواد کې په غير قانوني توګه مېشتو افغانانو ته د اکتوبر تر ٣١مې نېټې له پاکستانه د وتلو مهلت ورکړى و، چې اوس يې موده پاى ته رسېدلې او په دغه هېواد کې په ناقانونه توګه مېشت کډوال په کمپونو کې ساتل کېږي.