نېشنل اليکټرک پاور ريګوليټري اتھارټي (نيپرا) د مصرف کوونکو لپاره د بجلۍ په نرخونو کې زياتوالى راوستى چې په اړه يې نوټيفيکيشن هم جاري شوى دى.

0
74

باغي ټي وي رپورټ

د نوټيفيکيشن له مخې د صارفينو لپاره د بجلئ قيمت 40 پيسې في يونټ زيات کړے شوے دے۔

د نيپرا نوټيفيکيشن کښې وئيلي شوي دي چې د ستمبر مياشتي فيول ایڈجسٹمنٹ له وجې د بجلئ قيمت زيات کړے شوے دے۔

“د خبرتیا له مخې، پریکړه به د لایف لاین او K بریښنا پیرودونکو باندې نه پلي کیږي.

ياده دې وي چې له دې وړاندې د تېلو او ګازو د تنظيم ادارې (اوګرا) د ګازو د بيو د لوړولو نوټيفيکيشن جاري کړى و.

د اوګرا ترمخه د 25 نه تر 90 کیوبک میټره پورې د ګیس محفوظ استعمال کونکو لپاره په میاشت کښې قیمت نه دې زیاتې کړی شوې ولی د محفوظ استعمال کونکو لپاره فکس چارجز له 10 روپو نه تر 400 روپو پورې زیات کړی شوې دې.

نوټيفيکيشن کښې وئيلي شوي دي چې د غير محفوظ کورني استعمال کونکو لپاره د ګيس په نرخ کښې 172 فيصده نه زيات زياتوالے کړے شوي او د 25 کيوبک ميټرو ګيس قيمت د 200 روپو نه 300 روپو في ايم ايم بيټي يو ته زيات کړے شوے دے۔

Leave a reply