نړيوال بانکونه دې د افغانستان کنګل شوې پیسې آزادې کړي: د اسلامی امارت غوښتنه

باغي ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم رسنیو سره خبرو اترو کښې د افغانستان اسلامی امارت د تورخم پولې مسوول محمد عثمان اوویل چې نړيوال بانک او نورې نړيوالې ادارې دې د افغانستان کنګل شوې پیسې آزادې کړي، دوی اوویل چې دا پیسې د افغانستان او د افغانستان اولس او یتیمانو حق دې او باید افغانستان ته ورکړل شي.
محمد عثمان اوویل چې که نړۍ بشري مرستې جاري وساتي نو هغه افغانان چې د افغانستان نه کډه شوي، هغوی به واپس افغانستان ته راشي، هغوی زیاته کړه چې افغان اولس بشري مرستو ته اړتیا لري.
محمد عثمان د پاکستان حکومت او اولس څخه مننه وکړه چې په دې سخت وخت کښې افغان اولس سره مرستې کوي، هغه زیاته کړه چې افغانان په دې وخت کښې حاجت مند دي او بشري مرستو ته اړتیا لري.
د یادونې وړه ده چې د امارت اسلامی مشرانو نن د رسنیو سره خبرې په داسې وخت کښې وکړې چې په تورخم پوله ۲۸ ټنه بشري مرستې چې په کښې د ژوند ضرورت سامان ،د ښځینه جامي،د ضرورت نور سامان او د ماشومانو لپاره مرستې شاملې وي، دا بشري مرسته په درې کانټینرو کښې بار وې او په پوله د اسلامی امارت مشرانو ته حواله کړې شوه چې بیا په اړمنو افغان کورنیو وویشل شي.
دا مرستې د پاک افغان د همکارۍ د ټولنې په مدد او د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان په مالي مرسته افغان اولس ته ولیږل شوې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载