نگران حکومت د راجسټر افغان کډوالو لپاره لویه پرېکړه کړې ده.

0
99

باغي ټي وي رپورټ

د سرچينو ترمخه نگران وفاقي کابينې د سرکولېشن سمري منظوري ورکړې ده چې پکې د رجسټرډ افغان کډوالو لپاره د رجسټريشن کارډ موده شپږ مياشتو پورې غځولو فيصله شوې ده۔

سرچینه زیاتوي، چې د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارت د POR د مودې د غځولو سپارښتنه کړې وه، چې له دې وروسته به د راجستر شویو افغان کډوالو او د هغوی د کورنیو غړو ته د POR موده غځول کېږي.

د سرچينو له مخې د رجسټرډ افغان کډوالو د رجسټريشن کارډ د 2023 کال د جون په 30 مه نېټه ختم شوے وو.

په پاکستان کې د ثبت شویو افغان کډوالو شمېر له ۱۳ لکو څخه زیات دی.

Leave a reply