د سندهـ هائي کورټ د لادرکه شوو کسانو په اړه د پوليس او جي آئي ټي رپورټ رد کړي او د هر زاويې نه د لادرکه شوو کسانو د موندلو امر کړی دی.

0
33

باغي ټي وي رپورټ

د سندهـ هائي کورټ جسټس نعمت الله فالپوټو د لادرکه شوو کسانو د بيرته نيولو لپاره د ديرشو درخواستونو اورېدنه کړې چې په مهال عدالت د لادرکه شويو کسانو په نه موندلو د جے آئي ټي په چارواکو غصه هم څرګنده کړې او د جے آئي ټي مشر او د صوبې د ټاسک فورس مشر يې طلب کړي دي.

عدالت وئيلي چې که چرې په جے ټي ائي ايجنسۍ کې لادرکه شوي کسان په نخښه نۀ کړل شي نو دا کار بې ځايه دى، دا يواځې د خلکو خفګان دى.

د اوريدنې په مهال د سندهـ هائي کورټ د پوليس رپورټ رد کړے او د جے آئي ټي رپورټ ئي د اوريدنې درې ورځې وروستو جاري کولو حکم ورکړے دے۔

عدالت د داخله او دفاع د وفاقي وزارتونو په رپورټ هم ناخوښي څرګنده کړې او وئيلي ئې دي چې اوس به دا کار نه کيږي، لادرکه شوي کسان دې معلوم شي او نه به د تحقيقاتي افسر خلاف کارروائي کيږي۔

د کورنیو چارو وزارت په راپور کې ویل شوي، چې یاد لادرکه شوي کسان د کومې فدرالي ادارې په توقیف ځای کې نه دي.

عدالت د لادرکه کسانو د هر زاویې نه د موندلو امر کړی او ویلي یې دي چې د لادرکه شوو نور زمان، حیدر، طلحه، خیر الرحمان او نورو د نیولو لپاره دې سمدستي ګامونه واخیستل شي.

وروسته عدالت د مقدمې اورېدنه د دسمبر تر شپږمې نېټې پورې وځنډوله.

Leave a reply