پاکستان د بهرنۍ مالي تشې په اړه د پیسو نړیوال صندوق (IMF) ته نوي وړاندیزونه سپارلي دي.

0
69

باغي ټي وي رپورټ

د مالیې وزارت د سرچینو په وینا، سرپرست حکومت هیله من دی چې په روان مالي کال کې به بهرنۍ پانګونه زیاته شي او د بهرنۍ مالي تشه به د مستقیمې بهرنۍ پانګونې له لارې ډکه شي.

سرچينې زياته کړې، چې سعودي عربستان، متحده عربي امارات او قطر په پاکستان کې پانګونې ته ژوره لېوالتيا لري، په داسې حال کې چې عربي هېوادونه به د انرژۍ، هوايي چلند، معدنونو او کرنې په برخه کې ډېره پانګونه وکړي.

د سرچينو ترمخه داسلام اباد ائيرپورټ آؤټ سورسنگ به روانه مياشت کې کيدى شي.

سرچینه زیاتوي، چې د خلیج د همکارۍ له سازمان سره د ازادې سوداګرۍ تړون لاسلیک شوی او اوس د متقابلې پانګونې هوکړه لیک لاسلیک کېږي.

سرچينه کاږي، د پیسو نړیوال صندوق د پانګونې د اسانتیاوو ځانګړې شورا په اړه د مالیې وزارت څخه د بریفنګ غوښتنه کړې او پوښتنه یې کړې چې د مالیې راټولولو او سبسایډي باندې به د شورا د اقداماتو اغیزې څه وي؟

د سرچینو په وینا، فرانسه، جرمني او سویلي کوریا د ډیسکوز د مدیریت کنټرول سره اوږدمهاله قراردادونو کې لیوالتیا لري، په داسې حال کې چې د نړیوال مالي شرکت DISCOS مدیریت خصوصي سکتور ته د ورکولو لپاره مشورې روانې دي.

سرچينې زياته کړې، چې له جنورۍ مياشتې به د انرژۍ، هوايي چلند، کانونو او کرنې په برخه کې بهرنۍ مستقيمه پانګونه زياته شي.

Leave a reply