د ایم کیو ایم پاکستان مشر مصطفی کمال ویلي دي چې جماعت اسلامي په بلدیاتی انتخاباتو کې زمونږ د بایکاټ په وجه په خیرات کې څوکۍ ترلاسه کړې دي.

0
162

باغي ټي وي رپورټ

نن د جيو نيوز پروګرام کښې شاهزيب خانزاده سره خبرو کښې ده ووئيل چې پي ټي آئي په 2018 کښې هم څوکۍ نه وې ګټلې نو څوکۍ ورکړې شوې ولې اوس دا ماحول نه دې۔

د پاکستان پيپلز پارټۍ په اړه په خبرو کې مصطفی کمال وويل پيپلز پارټۍ نه غواړي انتخابات وګټي.

په خپرونه کې د جماعت اسلامي کراچۍ امير حافظ نعيم الرحمان وويل کله چې ايم کيو ايم په کراچۍ کې ووټونه ترلاسه کړل نو د خپلو شخصي ګټو دپاره يې استعمال کړل.

هغه وويل په سيمه ييزه کچه دکوم گوند څخه دسيټ په سمون کې کومه ستونزه نشته خو جماعت اسلامي په خپل نوم اؤ نښان سره راتلونکي انتخاباتو ته ځي.

هغه وويل که دکراچۍ خلک غلط انتخاب وکړي نو کراچۍ به يو ځل بيا زيانمنه شي.

Leave a reply