پوليسو د چوهدري پروېز الهي په کور چاپه وهلې، اسناد، ښځې او ماشومان يې له ځانه سره وړي او د کور تالاشي يې کړې ده.

باغي ټي وي رپورټ
د پوليسو دسرچينو له مخې پوليسو يو شمير اسنادو ته اړتيا لرله چې له امله يې دغه بريد ترسره شوى دى.
مونس الهي وايي چې د پرونۍ ناکامې اپرېشن نه وروستو د پنجاب پوليسو يو ځل بيا بغير د وارنټ نه په کور چاپه وهلې چې تر اوسه يې د خالو طاهر صادق نه دی موندلی.
مونس الهي وويل په کور کې يواځې ښځې وې، د پنجاب پوليس دې د پي ټي ايي خلکو د ځورولو پر ځای د جرمونو په له منځه وړلو تمرکز وکړي.
د يادونې وړ ده چې د پنجاب پخوانى وزيراعلي پروېز الهي د فساد په تور په زندان کې دى.






