د نگران وفاقي حکومت لخوا د 29 اربه روپو پرمختيائي فنډ جاري كولو لپاره تياريانې روانې دي۔
باغي ټي وي رپورټ
د سرچينو ترمخه په لمړي ځل به نگران وفاقي حکومت پرمختيائي سکيمونو لپاره فنډ جاري کوي.
سرچينې وائي وفاقي کابينې د٢٤ کسيزې کميټۍ منظوري ورکړې ده چې پکې دمخابراتو وزير شاهد اشرف تارړ ددغه کميټۍ مشر ټاکل شوى دى.
د سرچينو ترمخه سټيئرنګ کميټۍ ته به د پرمختيائي سکيمونو لپاره فنډ جاري کولو او منسوخ کولو او د پرمختيائي سکيمونو په عمل کې د خنډونو لرې کولو اختيار وي.
سرچينې وائي په ٢٤ کسيزه کميټۍ کې ٤ نگران وفاقي وزيران اؤ ٩ سينيټران شامل دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ملي شورا له انحلال وروسته د غوراوي کمېټې د منحل کېدو له امله د بوديجې لګول ودرول شول.
د روان مالي کال لپاره د پرمختيايي سکيمونو لپاره 90 اربه روپۍ بېلې کړې شوې وې، روان فنډونه هم په ټپه ولاړ وو، پيپلز ګوند څو ځله د فنډ جاري کولو غوښتنه کړې وه.