په سندهـ صوبه کې د مسلم ليګ (ن) لخوا ستر تنظيمي بدلونونه شوي دي.

0
211

باغي ټي وي رپورټ

د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف پخوانى ډي جي ايف آئي اے بشير ميمن، چې په دې وروستيو کې په پارټۍ کې شامل شوى، د سندهـ صدر ټاکلى او شاه محمد شاه به د مسلم ليګ (ن) سنده نائب صدر وي.

(ن)لیګ کښې شاملیدو نه پس بشیر میمن په 29 ستمبر 2023 د استقبالیه کمیټۍ سنده کنوینر جوړ کړے شوے وو او دا استقبالیه کمیټی په 21م اکتوبر سنده کښې د نواز شریف هرکلے لپاره جوړه شوې وه.

د (ن)لیګ لخوا د دواړو تقررو په اړه رسمي نوټیفیکیشن جاري کړی شوی دی.

Leave a reply