د متحده قومي موومنټ پاکستان مشر رؤف صدیقي پخواني لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي ته په ګوند کې د شاملېدو بلنه ورکړې.

0
88

باغي ټي وي رپورټ

کراچۍ کې د احتساب عدالت مخې ته د رؤف صديقي او شاهد خاقان ترمنځ غير رسمي ليدنه وشوه چې پکې د ايم کيو ايم مشر پخواني وزيراعظم ته په پارټۍ کې د شاملېدو بلنه ورکړه. رؤف صديقي وويل زه د ايم کيو ايم په استازيتوب شاهد خاقان ته په پارټۍ کې د شامليدو بلنه ورکوم، د ملک د پرمختګ يواځينۍ حل لوئر متوسطه طبقه ده.

په دې موقع رؤف صديقي شاهد خاقان عباسي ته د جون ايليا شعر هم ولوست.

شاهد خاقان د ایم کیو ایم مشر ته په ځواب کې وویل چې په لاهور کې د ایم کیو ایم مرستیال زما د کلي دی.

شاهد خاقان عباسي هم له رؤف صديقي څخه د بيا شعر د لوستلو غوښتنه وکړه.

Leave a reply